افغان حکومت وايي چې تېره سې شنبه په کابل کې د لوړ پوړیو چارواکو د ساتنې پر مرکز خونړی برید په پاکستان کې پلان شوی و. په دغه خونړي برید کې تر شپېتو کسانو وژل شوي او تر درې سوو ټپیان شول.
طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د برید تلفات تر ډېره د ملي امنیت پوځي کارکوونکي وو.
د افغان ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال نن وویل چې په دغه حمله کې له «حقاني شبکې» سره ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو هم مرسته کړې ده.
د ملا محمد عمر له مړینې وروسته، سراج الدین حقاني د طالبانو د نوي مشر مرستیال وټاکل شو.
د کابل د سې شنبې برید داسې مهال ترسره کېږي، چې له دغې پېښې یوه اوونۍ وړاندې طالبانو خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل. د سې شنبې ورځې له برید وروسته، افغان حکومت جگړه خپل لومړیتوب وگڼله. افغان ولسمشرۍ له پاکستانه وغوښتل چې «په خپله خاوره کې د تروریزم د تمویل تجهیز مرکزونه او پتنځایونه له منځه یوسي».
د کابل خونړی برید په داسې مهال له پاکستان سره اړیکې ترینگلې کوي، چې د پاکستان په نوښت د سولې څلور اړخیزو ناستو پایله ورنه کړه.
مینه پال زیاتوي، که څه هم د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي؛ خو لومړني معلومات ښيي چې پېښه حقاني شبکې په پاکستان کې پلان کړې وه.
پاکستان تر دې دمه د افغان حکومت د تور په اړه غبرگون نه دی ښودلی.