ټولنهسلايډ

نن د کارگرو نړیواله ورځ ده

کارگر د نړۍ په تاریخ کې د تل لپاره کړېدلې طبقه ده. د نړۍ په تاریخ کې ګڼو فیلسوفانو او پوهانو د کارګرو د حقوقو د دفاع لپاره قربانۍ ورکړي دي.

د کمونیزم او سوشیلزم تاریخ او مبارزه د کارګر او د ټولنې د بې وزله طبقې د حق لپاره پیله شوې ده. د دې تیورۍ تیوریسن مارکس په خپله د خپلې ټولنې یو بې وزله روشنفکره انسان وو.

مارکس د دې توان نه‌لرلو چې د خپلې مېرمنې درملنه وکړي، مېرمن یې په بې وزلۍ کې ترې مړه شوه. دې پېښې مارکس ډېر وکړاوه او د بې وزله طبقې د حق غوښتلو او ازادۍ لپاره یې کار پیل کړ.

مارکس نظریه ورکړه چې د ټولنې ټول اوسېدونکي سره ورته حق لري او عاید یې باید تر منځ برابر وي. د مارکس غوښتنه د مساواتو پر اساس وه.

دا چې مارکس کړېدلی وو او د ټولنې له پانګوال طبقې سره یې عقده او کرکه اخیستې وه نو تیوري یې هم په عقدې ولاړه وه. د کمونیزم تیوري عدل له منځه وړه. ځکه څوک چې ډېره خواري او کار کوي نو باید عاید یې له نورو ډېر وي او یا هغه خلک چې خواري نه کوي د هغوی عاید باید له نورو څخه لږ وي، دغه ډول توازن د مارکس تیورۍ نه درلود.

کارګر له پانګوال نظام څخه ډېر کړېدلی دی. د کمونزم د تیورۍ ګټه کارګر ته دا شوه چې دوی مجبور شول تر څو کارګر ته یې خپل حقوق ورکړي.

نن چې کارګر د ورځې اته ساعته کار کوي او د معاش حد یې معلوم دی دا د مارکس د مبارزې له امله معلوم شوې. که چېرې پانګوال نظام کارګرو ته خپل حق نه وو ورکړی نو نن به په ټوله نړۍ کې کمونیز تیورۍ واکمني کوله.

له نن څخه شاوخوا ۱۵۰ کاله پخوا امریکا کې کارگرو لاریون وکړ او غوښتنه یې دا وه چې د ورځې له اتو ساعتو ډېر کار نه کوي. دې لاریون کې د کارگرو او پولیسو تر منځ نښته وشوه دواړو خواوو ته مرگ ژوبله واوښته. په پای کې محکمې حکم ورکړ چې د دې لاریون کوونکي مشران دې په دار وځړول شي.

د کارگرو مشران یې په کال ۱۸۸۶م کې د مۍ په لومړۍ اعدام کړل او دا ورځ تر ننه د کاگرو د ورځې په نامه یادېږي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button