افغانستانسلايډ

نيکولسن: د افغان ځواکونو په ملاتړ مو وروستيو کې څلوېښت ډرون بريدونه کړي

افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن وايي، په دې وروستيو کې يې د افغان ځواکونو په ملاتړ شاوخوا څلوېښت ډرون بريدونه کړي دي.

امريکايي ځواکونو تېره مياشت د ولسمشر اوباما په امر دغو بريدونو کې د ډېروالي اختيار تر لاسه کړ او وروسته يې دې بريدونو ته زور ورکړ. خو دا چې د دې بريدونو ډېری قربانيان څوک دي او د افغانستان خلک ترې خوښ دي که نه، ترسره کوونکي يې په دې اړه حقايق پټوي.

د روان کال اپريل مياشت په لومړيو کې لندن کې د ژورنالېزم یوې څېړونکې څانګې خپلو څېړونو کې څرګنده کړه، چې افغانستان کې له ۲۰۰۱ز راهيسې له بل هر هيواده ډېر ډرون بريدونه شوي دي.

له دې راپور سره سم د ۲۰۱۵ز په اوږدو کې افغانستان د هغو هيوادونو په سر کې راغلی، چې تر ټولو ډېر ډرون يا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په کې شوي دي، چې تر ټولو ډېر قربانيان يې ولسي وگړي ښودل شوي دي. خو امريکايي چارواکي او افغان دولت دغه بريدونو د وسله والو په ځپلو کې اغېزمن بولي او روان کال يې نور ډېروالی هم په کې راوست.

د دغې ادارې له موندنو سره سم تېر کال افغانستان کې له دوو زرو ډېر ډرون بريدونه شوي دي، چې د وسله والو په پرتله يې ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې وه.

افغانستان کې د بشر حقوقو فعالانو بيا بيا پر دغو بریدونو نيوکې کړي او دا يې د ولس په زيان بللي دي، همدا راز د امريکا دننه او بهر ډېرو نړيوالو حقوقپوهانو پر امريکايي حکومت نيوکه وکړه، چې افغانستان او نورو هېوادونو کې له ډرون الوتکو غير قانوني ګټه پورته کوي.

د نړيوالو او کورنيو راپورونو پر اساس دغو بريدونو کې ډېری وختونه د څو وسله والو لپاره کلي او کورونه په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي، چې دا له بشري حقوقو سره په ټکر کې دي.

له هغه وړاندې د ۲۰۱۵ز په نومبر کې امريکايي ورځپاڼې هافينګټن پوسټ هم راپور ورکړ، چې د ډرون الوتکو څلورو پخوانيو چلوونکو ورته ويلي، چې د دغو بریدونو نوي سلنه قربانيان ولسي خلک دي او واکمنان يې په دې اړه نړۍ ته درواغ وايي.

دغو څلورو تنو ويلي وو، چې د ډرون ډېری قربانيان مېرمنې او کوچنيان دي چې امريکا تر تربيې لاندې ترورستانو په سترګه ورته ګوري.

دا چې امريکايي پوځيانو يو وار بيا افغانستان کې دغو بريدونو ته زور ورکړی، د افغانستان خلک پرې ناخوښ دي او په دې اړه د حکومت پر چوپتيا نيوکه کوي.

څه موده مخکې د ننګرهار قومي مشرانو کابل کې پخواني ولسمشر حامد کرزي سره خبرو کې شکايت وکړ، چې امريکا په خپلو دغو بريدونو کې يوازې داعش ضد وسله وال او قومي مشران په نښه کوي او له بل هر چا ډېر په کې ولسي خلک وژل کېږي. ننګرهار يو له هغو ولايتونو دی، چې امريکايي ډرون بريدونه په کې ډېر ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button