افغانستانسلايډ

د هيواد په کچه د «شفق» په نوم پوځي عمليات پيل شو

د کابل له پوځي مرکزه نن دوه زره عسکر فارغ شول او د فراغت په مناسبت يې همدې مرکز کې يوه غونډه ترسره شوه.

غونډې ته د افغانستان لوی درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم خبرې وکړې. نوموړي خپلو خبرو کې ټول هيواد کې د «شفق» په نامه د پوځي عملياتو د پيلولو خبر ورکړ.

لوی درستيز زياته کړه، چې افغان ځواکونو د تېر کال له عملياتو ډېر څه زده کړي او سږني عمليات به يې بریالي وي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندانان سږکال د تېر کال په پرتله ډېر نا امنه او له جگړو ډک بولي.

جنرال شهيم خپلو خبرو کې وويل، تېر کال وسله والو مخالفينو کوښښ کاوه، چې ځينې ولايتونه ونيسي، خو ونه توانېدل. خو د نړيوالو راپورونو پر اساس د افغانستان دېرش سلنه خاوره د طالبانو ولکه کې ده.

د يو زر دوه سوه سرتېرو او اته سوو بريدملانو د فراغت غونډه کې د کابل د پوځي مرکز مشر جنرال لعل جان ظهير وويل، دغو فارغانو دې روزنيز مرکز کې دوه نيمې مياشتې پوځي زده کړه وکړه.

د افغانستان لوی درستيز په داسې حال کې د نويو عملياتو د پيلولو خبر ورکوي، چې د راپورونو پر اساس وسله وال طالبان هم خپل پسرلنيو عملياتو ته تیاری نيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button