د غزني چارواکو رسنیو ته ویلي چې نامعلومو وسلهوالو د غزني د استناف ریيس، قاضي محمد انور رحماني د کابل کندهار په لویه لار د وردگو په سیمه کې نیولی او له منځه یې وړی دی.
قاضي محمد انور رحماني له کابل څخه د غزني په لور په سفر وو چې د وردگو د سالار په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو له موټر څخه ښکته کړ او له ځان سره یې یوړو چې وروسته د ځايي خلکو په وینا رحماني دې وسلهوالو وواژه.
د غزني ولایت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له قاضي محمد انور رحماني سره یو بل قاضي هم موجود وو چې هغه له دې پېښې ژوندی وتی دی.
حکومت طالبان تورنوي چې گواکې دوی محمد انور رحماني له منځه وړی دی خو تر دې دمه طالبانو د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.