افغانستانخبرونه

امریکا کې تر روزنې لاندې د افغان هوايي ځواک دوه افسران نادرکه شوي

امریکا کې تر روزنې لاندې د افغان هوايي ځواک دوه افسران نادرکه شوي
امريکا ته د زده‌کړو په موخه د افغان هوايي ځواک لېږل شوي دوه افسران ورک شوي دي. امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې جورجيا نظامي اډه کې د روزنې په موخه لېږل شوي د افغان هوايي ځواک دوه افسران له تېرې دوشنبې راهيسې نادرکه دي.

د دغې اډې مسوولين وايي، چې دغه دواړه افغان افسران د روان کال له فبرورۍ راهيسې د هوايي ځواک د روزنې په موخه امريکا ته تللي وو.د چارواکو په وينا د ورکو شوو افسرانو د لټون هڅې يې پيل کړي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه ورک شوي افسران به چېرته او ولې له خپل روزنيز مرکزه تتښېدلي وي. داسې ويل کيږي، چې کېدای شي لويديځ کې د پناه اخيستو په موخه له خپل روزنيز مرکزه تښتېدلي وي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم د امريکا ميسيچيوټ ايالت له يو پوځي مرکزه د ملي اردو درې افسران د نظامي روزنې پر مهال تښتېدلي وو، چې کاناډا پولې ته څېرمه کاناډايي عسکرو نيولي وو او تر اوسه کاناډا کې بنديان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button