د ننگرهار چارواکو خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د ترکيې له لوري دې ولايت کې د ديني او عصري زده کړو يو مرکز پرانېستل شي.
د ننگرهار ولايت د رسنيو دفتر نن د يوې خبرپاڼې له لارې ویلي دي، افغانستان کې د ترکيې د روزنيز مرکز الفلاح رييس او د ترکيې د خلکو استازي نور الدين نن له والي سليم کندوزي سره ليدنه کړې او د يوه نوي مرکز د ودانولو ژمنه يې کړې ده. د خبرپاڼې په وينا د مرکز د جوړولو خرڅ به ترکيه پر غاړه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ډېر وخت راهيسې ننگرهار کې د سعودي له لوري هم د ورته يوه مرکز د جوړولو ژمنه شوې وه، خو د نامعلومه لاملونو له امله تر اوسه جوړ نه دی.
د ننگرهار ولايت خبرپاڼې زياته کړې، چې د ترکيې له لوري جوړېدونکي مرکز کې به د سهار له وخته عصري او د شپې پر مهال ديني زده کړې تدريسېږي. ښاغلی نور الدين ژمنه کړې، چې زده کوونکو ته به د ليليې او نورې اسانتياوو غم هم وخوړل شي. هغه د دې مرکز لپاره جلال اباد ښار کې دوه جريبه ځمکه غوښتې ده، چې والي ورته د يوه مناسب ځای د ورکولو ژمنه کړې.
د ننگرهار والي سليم خان کندوزي د ترکيې د دې کار هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې له دې مدرسې سره به د ننگرهار ډېر کوچنيان او ځوانان پر ديني او عصري زده کړو سنبال شي.