د ملگرو ملتونو مرستیاله اداره یا یوناما د طالب بندیانو د اعدام په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې یې د دې اعدامونو په اړه تأسف ښکاره کړی دی.
یوناما دې خبرپاڼې کې ویلي چې د دې اعدامونو د سزا په اړه له حکومت سره کوم کره شواهد نه وو. د یوناما دفتر په دې نظر دی چې د اعدامونو سلسله د امنیت په راوستلو کې کوم رغنده رول نه شي لوبولی.
تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازامان هم له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کړې وه چې په اعدام د محکومو بندیانو فرمان لاسلیک نه کړي.
تېره ورځ شپږ تنه طالب بندیان د څرخي پله په زندان کې په دار وځړول شول چې په غبرگون کې یې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو صوتي پیغام له لاري خبر ورکړ چې دوی به ډېر ژر د خپلو بندیانو انتقام له ښکیلو ادارو څخه واخلي.