ټولنه

د بریالیو کسانو اووه ذهني ځانګړتیاوې

ژباړن : عطا محمد میاخېل
    یو بریالی کس د ځانګړو شرایطو لرونکی نه دی، بلکې ذهنیت لري، چې په بریا باندې یې  تمرکز کړی دی . دلته د بریالیو او ځیرکو کسانو له اوو ذهني ځانګړتیاوو سره آشنا کېږو .
  تل زموږ له پاره په زړه پورې ده، چې ولې ځینې کسان د نورو په پرتله بریالي دي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره، چې مقام غوښتونکي دي .
  د ریچارد برانسن، ایلان ماسک، او بیل ګیټس په څېر کسان څه ځانګړتیاوې لري، چې تل پیاوړي او بریالي دي او هېڅکله د بریا له لټې څخه لاس نه اخلي ؟ 
  د دې پوښتنې ځواب لږ څه پېچلی دی، خو کولای شو، چې زده یې کړو . له دې بریالیو کسانو څخه هریو یې ګډې ذهني ځانګړتیاوې لري، چې د زده کړې وړ دي، هغه ځانګړنې،  چې موږ ډېری یې کولای شو، ترې کار واخلو او جلا زموږ له موخې څخه، زموږ له پاره به ګټورې وي .
۱ ـــ بریالي کسان ماتې جدي نه نیسي :
  دا کسان ماتې د بیا پیل له پاره یو فرصت ګڼي، خو دا ځل خپل فعالیتونه په ډېرې ځیرکۍ ترسره کوي . هغوی پوهېږي، چې ماتې د ژوند یوه برخه ده او که چېرې له یوې ستونزې سره مخامخ نه شي، نو په عادت بدلېږي . هغوی ګټونکي دي، ځکه له بریا سره عادت شوي دي او که ماتې وخوري، له مخکې پرتو ننګونو څخه خوند اخلي .
۲ ـــ بریالي کسان ځان پېژني او مني یې :
  که چېرې تل ځان ګرم بولئ، نو د پرمختګ شونتیا به ونه لرئ . بریالي کسان پوهېږي، چې د خوشالۍ یا هر ډول بریا په لور لومړی ګام دا دی، چې ځان وپېژنئ او وې منئ .   تر ټولو ځیرک ذهن چې کولای شئ، وې لرئ، د ځان منل دي . تاسو نباید له ځان سره جګړه وکړئ .
۳ ـــ بریالي کسان مشخصې موخې لري او هغو ته د رسېدو له پاره هڅې کوي :
  د یوه خوب لرل، ډېر ښه دي او د یوې موخې او خوب لرل د پوهې نښه ده ! ځکه موخې تر لاسه کېدونکي خوبونه دي . بریالي کسان تل خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې دي، ترڅو مثبت بدلون را منځته کړي . نا لیدلې موخې د لیدلو وړ ګرځوي . هغوی تاسو ته اجازه درکوي، ترڅو خپل افکار مجسم کړئ او تل خپلو موخو ته د رسېدو په لټه کې واوسئ . موخې د دې لامل ګرځي، ترڅو له ځانه وپوښتئ : آیا کوم کار چې ترسره کووم، کولای شي ما خپلې موخې ته ورسوي ؟ بریالي کسان نه یوازې موخه لري، بلکې موخې یې ډېرې سترې دي او تر هغه وخته، چې هغو ته نه وي رسېدلي، نه درېږي .
۴ ـــ بریالي کسان په چانس باندې تکیه نه کوي :
  معجزې ته د هیله من اوسېدلو پرځای، دا کسان د چارو واګي په خپل لاس کې نیسي . تاسو تل یوه ټاکنه لرئ : تاسو کولای شئ خپل ذهن کنټرول کړئ، یا پرېږدئ، چې ذهن مو تاسو کنټرول کړي . چانس ته د چارو نه سپارل، ستاسو دنننی ځواک، قاطعیت او د ارادې پیاوړتیا څرګندوي . کله چې تصمیم نیسئ، چې کوم څیزونه کنټرول کړئ، له سترو پېښو سره مخامخ کېږئ .
۵ ـــ پورته یاد شوي کسان اجازه نه ورکوي، چې ستونزې لار ترې ورکه کړي :
  که چېرې ستاسو ذهنیت منفي وي، نو ستونزې ډېرېږي، تاسو دروي او له خپل تګلوري څخه مو بې لارې کوي، په داسې حال کې، چې ځیرک او مثبت ذهنیت د دې لامل کېږي، ترڅو ستونزو ته د خلاقیت او نوښت له پاره د یوه دلیل په سترګه وګورئ . تر ټولو ستره ستونزه داده، چې ستونزو ته د ستونزې په سترګه وګورئ . بریالي کسان پوهېږي، کله چې په ستونزو باندې تمرکز کوئ، نو لا ډېرې ستونزې به پیدا کړئ، خو کله چې د احتمالاتو په اړه فکر وکړئ، نو ډېر زیات فرصتونه به پیدا کړئ .  
۶ ـــ بریالي کسان قاطع دي :
   تر ټولو بریالي کسان ماهر تصمیم نیونکي دي . هغوی په ځان باندې شک نه لري . هغوی هغه مالومات، چې اړین دي، تر لاسه کوي یې، خپل ذهن چمتو کوي او تر ټولو غوره اپشن د هغه څه پر بنسټ، چې پرې پوهېږي، غوره کوي . که چېرې په خپل تصمیم کې یې تېروتنه کړې وي، ترې درس اخلي، خو په نه ټاکلو سره، په تېروتنه تورن کېږي .
۷ ـــ  بریالي کسان تل د زده کړې په حال کې دي :
   که غواړئ، چې بریا ته ورسېږئ، له هغه ذهنیت څخه چې د بودایزم په فلسفه کې د شوشین ( Shoshin ) یا زده کوونکي ذهن په نامه مشهور دی، ګټه واخلئ . په اصل کې د تاسو په هرڅه باندې د پوهېدلو ښکارندویي نه کوي او په ځوان، لېواله، خلاص ذهن سره، زده کړې، ودې او پرمختګ ته چمتو یاستئ . تجربه زموږ ټولو له پاره ښوونکې ده، خو له هغې څخه د ګټه اخیستنې له پاره باید زده کړې ته چمتو واوسئ .   
 که چېرې د بریالي اوسېدو له پاره جدي یاستئ، نو پورته یادې شوې ځانګړتیاوې په یاد ولرئ او وګورئ، چې په ژوند باندې مو څه اغېزه لري .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button