ټولنهسلايډ

څېړنه: خيريه کارونه انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي

د برتانيې په اکسفورډ پوهنتون کې شوې يوې تازه څېړنې څرگنده کړې ده، چې خيره کارونه کول او د خلکو لاسنيوی –لکه خيريه موسسو سره مرستې يا د مېلمه د راتگ په پار د کور دروازه پرانيستې پرېښودل- د دغو چارو ترسره کوونکي ته د خوښۍ او نېکبختۍ احساس ورکوي.

د څېړنې ترسره کوونکی مشر ډاکټر «سکوټ کوري» وايي، د دې چارو اغېز لږ دی او د انسان ژوند شايد بدل نه کړي، خو د ژوند لوری هرو مرو سم لوري ته بيايي.

ډاکټر کوري د خيريه کارونو او خوښۍ تر منځ اړيکې په اړه د شويو يوويشتو څېړنو پايلې راټولې کړې دي، په دې څېړنو کې په شاوخوا دوه نيم زرو کسانو تجربه شوې ده، چې کوچنيان او د زاړه عمر کسان هم په کې شامل دي.

د څېړنو پايلو څرگنده کړه، چې نورو سره مرسته د انسان په خوښولو ستر اغېز لري، چې دا يې يوازې يوه نکته ده او په ټوله کې د انسان ژوند هم په سم لور بيايي.

د څېړنې خلاصه دا ښودل شوې، چې خلک چې کله د نورو لاسنيوی کوي د خوښۍ او رضامندۍ احساس کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button