ولسمشر اشرف غني له پرون راهیسې عربي متحده اماراتو کې دی. ولسمشر تېره ورځ د ابوظبي له ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان سره کتنه وکړه.
کتنې کې دواړو خواوو په گڼو موضوعاتو خبرې وکړې. راپورونه زیاتوي چې دواړه خواوې په دې سره هوکړې ته ورسېدل چې دوه اړخیزه سوداگري، اقتصادي پراخوالی او د ترهگرۍ په وړاندې به مبارزه کوي.
امارتي چارواکو همدارنگه ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په گڼو برخو کې مرسته وکړي تر څو په خپلو پښو ودرېږي.
تمه کېږي چې ولسمشر د اماراتو له نورو مشرانو سره هم کتنې وکړي تر څو د افغانستان په بیا رغونه کې د دوی مرستې جذبې کړي.