افغانستان کې د سياسي اپوزيسيون ډلو د امريکا بهرنيو چارو وزير، جان کيري د هغې پرېکړې له امله توند غبرگون ښودلی، چې ۲۰۱۴م کې يې د امريکا سفارت کې د ملي يووالي حکومت دوه کلن تړون په اړه وړمه ورځ کابل کې رسنيو ته وويل، چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت به د دوو کلونو پر ځای پنځه کلنه دوره پوره کوي.
د کيري دغې پرېکړې د اپوزيسيون غړو او ولسي جرګې اندېښنې راپارولي، ځکه چې دغې ډلې غوښتنه کړې، چې د روان کال تر پايه بايد له ژمنې سره سم لويه جرگه راوغوښتل شي او د ملي يووالي حکومت په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
د مشرانو جرگې مشر، فضل هادي مسلميار د امريکا د بهرنيو چارو د وزير څرگندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې «څرگنده مداخله» بللې او ټينگار يې کړی، چې پر ولسمشر غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله بايد فشار راوړل شي، چې راتلونکي سپټمبر کې لويه جرگه جوړه کړي.
رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې ليکلي، چې افغانستان کې سياسي بحران مخ پر زياتېدو دی. په داسې حال کې، چې طالبان هم د خپل ځواک د ښودلو لپاره خپل بريدونه زياتوي او حکومت له گڼو کورنيو او بهرنيو گواښونو سره مخ دی.
د ۲۰۱۴م له لانجمنو ولسمشريزو ټاکنو وروسته، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په نوښت د ملي يووالي حکومت رامنځته شو، د جان کيري په منځگړيتوب پرېکړه شوې وه، چې له دوو کلونو وروسته به د «اجراييه رياست» د واک په اړه لويه جرگه رابلل کيږي او د جرگې گډونوال به پرېکړه کوي، چې دا حکومت دې دوام وکړي او که نه.
د لويې جرگې له جوړېدو وړاندې بايد د ولسواليو د شوراګانو ټاکنې ترسره شي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه باید پر نورو غړو سربېره د ولسوالیو د شوراګانو غړي هم ولري.
د حراست او ثبات شوار رهبري غړي عمر داودزي هم په خپلو وروستيو څرگندونو کې ويلي، چې حکومت بايد د لويې جرگې په اړه خپله کړنلاره څرگنده کړي او که جرگه نه راغواړي، نو «ولس اړ دی، چې د هېواد راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړي.»
عمر داودزي زياته کړه: «متاسفانه وروستۍ سروې گانې ښيي، چې ډېری هېوادوال له اوسني حالته ډېر اندېښمن دي، په اوسنۍ اداره کې بشپړ بدلون غواړي او امریکا هم بايد په افغانستان کې د کمزوري حکومت پر ځای د ولسي سياسي بنسټونو ملاتړ وکړي.»
نوموړي پر ولسمشر غني نيوکې وکړې، چې حکومت يې کمزوری دی، په اداري چارو کې پاتې راغلی او په وړو وړو خبرو هم خپلو وزيرانو ته «سپکې سپورې» وايي.
د ولسي جرگې د امنيتي کمېټې مشر ميرداد نجرابي وايي، چې د ملي يووالي حکومت د دواړو ټيمونو غړي د يو بل پښې وهي، ځکه چې دلته د باور فضا له منځه تللې ده.
د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست دواړو ډلو وياندويانو دغه څرگندوې رد کړي او زياتوي، چې دواړه ټيمونه په «گډه» کار کوي او کومه ستونزه «نه شته».
د اجراییه ریاست مرستيال وياند جاويد فيصل وايي: «طبعا، چې دوه کسان يو ځای کار کوي، دوه فکره لري، دواړه مختلف وي، مگر کار يو ځای کوي دې کې کومه ستونزه نه شته.»
د سولې سړې شوې خبرې به څنگه شي، په داسې حال، چې د طالبانو پسرلني عمليات هم په پيلېدو دي، عمر داودزي رويټرز ته وويل، چې د جگړې ډگر به دا پرېکړه کوي او د راتلونکي پسرلي جگړې به د افغانستان راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.