خبرونهسلايډ

کاناډا: د اورلگېدنې له امله د فورت مک‌موري ښار ۲۰٪ له منځه تللی

د کانادا هېواد چارواکي وايي چې له تېرې اوونۍ څخه د دې هېواد به مک‌موري ښار کې د اورلگېدنې له امله ۲۰٪ ښار له منځه تللی دی. چارواکي زیاتوي چې اوسمهال د اور په تېزۍ کې لږوالی راغلی او تر پخوا څه کنټرول دی.

د شنبې په ورځ دې اورلگېدنې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره فاصله رانښتې وه چې اوسهمال دغه فاصله ۱۶۱۰ کیلومتره ته راټیټ شوی دی.

د کاناډا د پارلمان یو تن غړي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې د دې ارلگېدنې له امله د دې ښار پنځمه برخه له منځه تللې او دا ښار چې خپل عادي حالت ته د رسېدو لپاره شاید کلونه موده ونیسي.

شاوخوا سل زره کسان مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي او د دې ښار شمال برخې ته پناه یوسي.

اوسمهال په کاناډا کې هوا ډېره ګرمه او د طوفان تېزوالی ډېر دی چې دا د اور په پراخېدو کې ډېر رغنده رول لوبوي.

د اورمړه کوونکو په وینا د دې اور له منځه وړل څو میاشتې وخت نیسي. دوی زیاتوي چې د اور په مړه کولو کې یوازې باران ډېره مرسته کولی شي.

مک‌موري ښار د کاناډا صنعتي ښار او شاوخوا سیمې یې د تیلو سترې ذخیرې لري. د کاناډايي چارواکو په وینا مک‌موري ته څېرمه د نړۍ د تیلو سترې ذخیرې پرتې دي.

دا د کاناډا په تاریخ کې ستره اورلګېدنه شمېرل کېږي چې له امله به یې د کاناډا هېواد او بیمه شرکتونه له ډېرو مالي زیانوني سره مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button