
پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو په مشرانو باندې غږ وکړ چې د وحدت ملي حکومت له مشرانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي تر څو په راتلونکي کې افغانستان له جگړې، وېرې او بېثباتۍ څخه پاک وي.
کرزي دغه څرگندونې پرون د حزب اسلامي له استازو سره په کتنې کې وکړې. د حزب اسلامي استازي له دوه اونۍ راهیسې کابل کې د سولې د خبرو لپاره حظور لري.
کرزي دا غوښتنې په داسې حال کې کړي چې طالبانو د تل په څېر دا رد کړې چې دوي دې د افغان حکومت له مشرانو خبرې اترې وکړي. طالب مشران په دې باور دي چې د جگړې مقابل لوری افغان حکومت نه امریکايان دي او دوي غواړي چې له امریکایانو سره خبرې اترې وکړي.
بل لوري ته د ملي امنیت مشر اندریابي ویلي چې سږکال به د طالبانو له لوري جگړه زوروره وي.