تېره شپه يوه نيمه بجه شاوخوا کابل ښار کې درنه چاودنه شوې او غږ يې تر لرې سيمو اورېدل شوی دی.
راپورونه څرگندوي چې دغه چاودنه د يوه ځانمرگي بريد له امله رامنځته شوې ده، چې له چاودېدونکو ډک يوه ستر موټر په کې د بهرنيانو «نورت گيټ» مېلمستون په نښه کړی دی. دغه مېلمستون د کابل ختيځ لور ته بگرام هوايي اډې ته نږدې پروت دی.
نورت گيټ مېلمستون ته د شپې له مخې لسگونه بهرنيان د شپې تېرولو ته ورځي او ټينگ امنيتي تدابير یې نيول شوي دي. دغه مېلمستون درې کاله وړاندې هم د يوه ډلهييز بريد ښکار شوی و، چې په ترڅ کې پنځه تنه ساتونکي وژل شوي و.
د تېرې شپې د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. هغوی د يوې خبرپاڼې په استولو رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد يې د ولسي خلکو د تگ را تگ له سيمو لرې تر سره کړی او موخه يې د بهرنيانو مېلمستون و.
ځينو سرچينو ويلي، چې له چاودنې وروسته وسله والو بريدگرو جگړه هم کړې ده، چې شايد شمېر يې څلور تنه وي.
کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونو کې له چاودنې سره سم د خطر ذنگونه شرنګېدلي، چې د سيمې خلک يې له وېرې او وارخطايۍ سره مخ کړي دي.
د کابل پوليسو او د ملي اردو عسکرو سيمه کلابنده کړې ده او د پېښې ځای ته رسېدلي دي. د پېښې د مرگ ژوبلې په اړه تر دې دمه هيڅ معلومات نه شته.