خبرونهسلايډ

«د حکمتیار راتگ ته پر تشریفاتو کار روان دی»

د سولې عالي شورا وايي له حزب اسلامي سره تر ډېر هوکړې ته رسېدلي او یوازې دوو مادو کې لا هم اختلاف شته. د شورا په وینا دغه دوه مادې د ولسمشر په واک کې دي چې ژر به یې په اړه ولسمشرخپله پرېکړه وکړي.

اختلافي مادي د حزب د بندیانو خوشې کول او په کابل کې د حزب پنډغالي لپاره ښارګوټی په واک کې ورکول دي.

دغه خبرې داسې مهال خپرېږي، چې پرون د محمد حکیم حکیم په مشرۍ د حزب یو بل لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد.

د سولې عالي شورا مرستیال وايي چې اختلافي ټکي ولسمشر ته سپارل شوي چې د ولسمشر له هوکړې وروسته نور د اختلاف ټکي نه پاتې کېږي.

د حزب د پخواني پلاوي مرکچي، محمد امین کریم وايي چې نوی پلاوی به د څو ورځو لپاره په کابل کې وي چې د پرېکنده خبرو اترو لپاره به له ولسمشر اشرف غني سره هم نن وگوري.

د سولې عالي شورا د مرستیال، عبدالخبیر اوچقون په وینا، اوس د ښاغلي حکمتیار د راتگ لپاره پر تشریفاتو کار روان دی.

د حزب اسلامي شته مرکچیانو د ښاغلي ګلبدین حکمتیار د راتګ په باب تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button