افغانستانسلايډ

د تورخم دروازه جوړه او راتلونکې اوونۍ به پرانيستل شي

پاکستان تورخم کې د هغې دروازې جوړول بشپړ کړي، چې څه موده وړاندې يې افغانستان سره پرې نښتې رامنځته او اړيکې ترخې شوې. افغان لوري په لومړيو کې د دې دروازې پر جوړولو سخت غبرگون وښود، خو وروسته څرگنده شوه، چې دغه دروازه د افغان حکومت په خوښه جوړېږي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ومنله چې په دې اړه يې پاکستان سره پخوا موافقه کړې وه. دا په داسې حال کې ده، چې ولسي خلک د حکومت پر دغه پرېکړه ناخوښ دي.

د دروازې پر سر د نښتو پر مهال د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ويلي وو، چې د دروازې جوړولو پروگرام به پر مخ وړي. د پاکستان دفاع وزارت نن اعلان کړه، چې دغه دروازه گټه اخيستو ته تياره شوې ده او راتلونکې اوونۍ به يې پرانيسته وشي.

پاکستان وايي، دې دروازې سره به له پولې تېرېدونکي کسان تر څار لاندې وي او د ترهگرۍ په مخنيوي کې به ستره مرسته وکړي. ويل کېږي پاکستان افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه اته ځايه نور هم د ورته تاسيساتو پر جوړولو غور کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button