د کابل د پولیسو گارنیزون وېره ښکاره کړې چې ترهگر غواړي چې د عاشورا په مراسمو کې چاودنې وکړي. د کابل د پولیسو د ګارنیزون مشر ګل نبي احمدي رسنیو ته ویلي چې ځينې امنیتي نښې نښانې ښکاره کوي چې ترهګر غواړي د عاشورا په مراسمو کې بریدونه وکړي.
ګل نبي احمدي دغه راز له اهل تشیع نه غوښتنه وکړه چې د عاشورا مراسم په ځانګړو سیمو کې تر امنیتي تدابیرو لاندې تېر کړي او د ښار واټونو او کوڅو ته راونه وځي. همداراز د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد هم له اهل تشیع نه غوښتنه کړې چې خپل مراسم د افغانستان د شیعه علماو له لوري د خپره شوې خبرپاڼې مطابق تېر کړي.
پینځه کاله وړاندې د کابل په ابوالفضل سیمه کې د عاشورا په مراسمو کې چاودنه وشوه چې تر ۱۵۰ کسانو پورې په کې ووژل شول. په دې وروستیو کې د برېښنا غورځنګ په لاریون کوونکو چې ډېری یې اهل تشیع وو چاودنه وشوه او لامله یې ګڼ کسان په کې ووژل شول چې وروسته بیا داعش دغه برید په غاړه واخیست.