د فراه چارواکو خبر ورکړی، چې د المار ولسوالۍ له قرايي سيمې د امنيتي ځواکونو په شا تگ وسله والو طالبانو دغه سيمه نيولې ده. د فارياب امنيه قوماندان سيد آغا اندرابي رسنيو ته ويلي، چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي: «د خير الله قرايي په مشرۍ د پاڅونوالو په شا تگ دغه سيمه د طالبانو لاس ته ولوېده». د پاڅونوالو مشر منلې ده، چې طالبانو ترې اته رېنجر موټر او دوه ټانکونه هم نيولي دي.
ښاغلي اندرابي تور پورې کړ، چې د پاڅونوالو دغه قوماندان د دوو سوو کسانو وسله، مهمات او اعاشه ترلاسه کول، خو سيمه کې يوازې څلوېښت تنه و او د سيمې خلک هم له ياد قوماندانه ناخوښ وو.
امنيه قوماندان زياته کړې ده، چې قرايي سيمه چې نږدې څلوېښت کلي لري، تېره اونۍ په کې د ملي اردو يو شمېر سرتېري د طالبانو له لوري کلابند وو، خو د کمانډو ځواک په عملياتو کې خوشې شول.
خو ښاغلي قرايي امنيه قوماندان دوی سره په نه همکارۍ تورن کړ او زياته يې کړه، چې: «امنيه قوماندان د يوه قوماندان ملاتړ کوي او بل تهديدوي، چې له همدې کبله د پاڅونوالو ځواکونو زړونه مات شوي دي». د هغه په وينا د تېر کال په اوږدو کې د ده تر مشرۍ لاندې د پاڅونوالو څلور اويا تنه وژل شوي دي.
طالبانو تېر کال هم دغه سيمه نيولې وه، چې د قومي مشرانو په وينا امنيتي ځواکونو بېرته د درنو تلفاتو په ورکولو ونيوله.
ځايي چارواکي وايي، د المار ولسوالۍ جنوب لور ته پرته دغه سيمه ستراتيژيک موقعيت لري او المار، قيصار، پښتون کوټ او کوهستان ولسوالۍ ترې تر گواښ لاندې دي.