ملي امنیت د حزب التحریر یو مسوول نیولی
د افغانستان ملي امنیت په نیمروز ولایت د حزب التحریر ډلې یو تن مسوول نیولی دی. دغه ډله تېره ورځ د اجراییه رییس لخوا د «ترهګرو غیرنظامي ډله» وبلله.
د ملي امنیت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د دوی موظفینو د حزب التحریر مسوول عبدالقیوم چې په نېمروز ولایت کې يې د دغه ګوند مجلې او کتابونه چاپول او خپرول نیولی دی.
ملي امنیت ادعا کړې چې عبدالقیوم له تېرو ۳ کلونو راهیسې په پټه په نیمروز ولایت کې حزب التحریر ته «د ځوانانو په جلب و جذب، د نظام او ډیموکراسۍ پر ضد د سخت دریځو آندونو او د هېوادوالو د ګواښلو په موخه د کتابونو، مجلو او شپې پاڼو په چاپولو او خپرولو لاس پورې کاوه».
سرچېنې همدا راز ویلي چې نوموړی یې له ګڼ شمېر تبلیغاتي پاڼو، کتابونو، مجلو او یو کمپیوټر سره نیولی دی.
د حزب التحریر د ډلې یو تن مسوول په داسې حال کې د ملي امنیت لخوا نیول کیږي، چې تېره ورځ اجراییه رییس ډاکټر عبد الله عبد الله تېره ورځ حزب التحرير د «ترهګرو ډلو» غير نظامي څانګه وبلله. هغه ادعا وکړله چې یاده ډله افغانستان کې فعاليت لري او ځوانان هڅوي، څو له «ترهګرو ډلو» سره يو ځای شي.
د عبدالله عبدالله د څرګندونو پر سبا حزب التحریر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي څرګندونې رد کړې.