ټولنهسلايډ

د ښه بحث او انتقاد دېرش نښې

ژباړه: نیلاب شینواری

  1. نقد او انتقاد باید د دې لپاره وشي چې پر موضوع ښه پوه شو؛
  2. نقد او بحث باید د دې لپاره وشي چې حقایقو ته ورسیږو؛
  3. د یوه موضوع په اړه نظر او انتقاد یو له بل سره توپیر لري، لومړی خپل ځانګړی مخاطب نه لري مګر دوهم بیا خپل مخاطب لري؛
  4. نقدوونکی د خپل نقد په متن کې باید نورې پوښتنې او نوي موضوعات وړاندې کړي؛
  5. د جلا نظر لرل د نقد معنا نه ورکوي؛
  6. یوازې په وینا نقد ارزښت نه لري، نقد باید لیکل شوی وي؛
  7. نقدوونکی باید په دقیق ډول هغه څه رانقل کړي چې دی پرې نقد کوي؛
  8. ناقدان چې د کومې موضوع په اړه نقد کوي دواړه لوري باید د موضوع په اړه چاپ شوي اثار ولري؛
  9. په علمي څیړنو کې باید نقد په واقعیتونو او احصایو ولاړ وي، نه په خیال او تشو فکرونو؛
  10. په یوه ټولنه کې نقد هغه وخت خپل ارزښت پیدا کوي چې متخصصین په خپلو موضوعاتو کې انتقاد وکړي؛
  11. که ناقد پر یوه موضوع پوه نه شي نو لومړۍ پوښتنه کوي چې ځان پوه کړي وروسته نقد؛
  12. وار د مخه نقد خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛
  13. دا ستونزمن کار نه دی چې په ټولیز ډول نقد وکړو، نقد هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې په دقیقو او ښکاره برخو باندی وي؛
  14. تر ټولو علمي او ارزښتناک نقد په لیکلو متنونو وي، پر شفاهي موضوعاتو نقد د نقد ارزښت کموي؛
  15. منتقدین د علمي نقد پر مهال پر خپل مخاطب نومونه او القاب نه لګوي؛
  16. څوک چې په یوه موضوع کې تخصص او چاپ شوي اثار و نه لري له علمي نظره نه شي کولای چې نقد وکړي؛
  17. نقادان یوازې د پوهانو پر فکر، وینا او لیکلو نقد کوي نه د هغوی پر شخصیت؛
  18. پر چا چې نقد کیږي دا یې علمي دنده ده چې د هغې ځواب وکړي؛
  19. هغه نقدونه چې په تاریخونو او شمیرو ولاړ وي تر نورو نقدونو اوچت دي؛
  20. منتقدین لوړ ادبیات لري، غوصه کیږي نه، خپل مخاطب لوری نه ښکنځي، د دوی ریښتنولي او ادب د دوی پر انتقاد لوړ وي؛
  21. نقدوونکی او پر چا چې نقد کیږي دواړه باید د خپلې موضوع متخصصین او خپله څانګه کې چاپ شوي اثار ولري؛
  22. ناقدان له دې جملو څخه ‌ډیره استفاده کوي، زما په فکر، زما له نظره، زما پوهه داسي وایي، شواهد داسې ښکاره کوي، شمېري داسي وایي او داسې نور….؛
  23. فکري او علمي نقد باید لیکل شوی او علني وي، ځینې وختونه باید نقد د راز په څېر هم ورسول شي؛
  24. د زده کړو ځای، پوهانو سره ناسته د ناقد د نقد کیفیت لوړوي؛
  25. فکرونه د وخت په تېریدو سره اصلاح کیږي او د خپل تکامل مرحلې ته رسیږي؛
  26. منتقد چې څه فکر لري هغه باید وساتي، دا نه چې د مقابل لوري پیغام تحریف کړي؛
  27. د هغه نقد د کمیت او دقت له مخې د هغه د نقد اعتبار لوړوي؛
  28. تر ټولو دقیق او پر ځای نقد هغه دی چې ناقد خپل فکري لید لوری او علمي نقد سره جلا جلا ښکاره کړي؛
  29. په نقدي بحثونو کې یوازی څیړنیز او علمي دلایل ارزښت لري؛
  30. په بحث او مناظره کې باید علمي موسسې او پوهنتونونه خپل معیار او سټنډرډ ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button