فاينانشل ټايمز: ايران د سعودي لپاره اقتصادي گواښ دی
برتانوي ورځپاڼې فاينانشل ټايمز د ايران له لوري سعودي عربستان ته د اقتصادي گواښ په اړه د «ډيويډ جارډنر» يوه مقاله خپره کړې او دا ګواښ يې کړی، چې کوم چانسونه سعودي له لاسه ورکوي، د دوی گاونډيان به ترې استفاده کوي.
د ليکوال په وينا ايټاليې او فرانسه کې، چې سياسي او اقتصادي چارواکو د ايراني ولسمشر حسن روحاني کوم هرکلی وکړ، بې ساري و.
مقاله زياتوي، چې منځنی ختيځ د مذهبي جگړو ډگر گرځېدلی، سعودي او ايران سوريه کې نيابتي جگړې پر مخ بيايي او همدغه جگړه د ټولې سيمې ثبات امنيت لپاره گواښ دی.
ډيويډ جارډنر ليکلي، چې ايران يو ځل بيا نړيوال مارکيټ ته لاره ومونده او دا کار د سعودي عربستان لپاره يو بل گواښ په دې دی، چې د سيمهييز رقابت تر څنگ بايد په نړيوال مارکيټ کې هم سعودي عربستان له ايران سره سيالي وکړي.
«د روحاني په مشرۍ ايراني پلاوي ايټاليا سره د ۱۷ ميلياردو بېلابېل تړونونه لاسليک کړل، په دغو کې د غازو نيلېکې غزول او د رېل پټرۍ هم شاملې دي، همدا رنگه به له فرانسې هم نظامي الوتکې اخلي.»
سيمهييز اقتصاد پوهان وايي، چې راتلونکو پنځو کالو کې به هر کال د ايران توليدات شاوخوا ۱۵۰ ميليارده ډالرو ته ورسيږي.
ليکوال زياتوي، چې ايران کوم اقتصادي بدلونونو ته ملاتړلې، سعودي عربستان يې هم اړ کړی، چې خپل اقتصاد کې بنسټيز بدلونونه راولي او همدغه اصلاحات له دې وړاندې هم د سعودي کارپوهانو له لوري څېړل شوي وو، مگر چارواکو له دې امله رد کړي وو، چې دا ډول اصلاحات د گټو تر څنگ ډېر زيانونه اړولی شي او اوس د دفاع وزير او مرستيال ولي عهد محمد بن سلمان د ارامکو شرکت د وړانديزونو په عملي کولو کار پيل کړی دی.
د جارډنر په وينا له همدې امله نړيوالو پانگهوالو د ارامکو شرکت وړانديزونه گټور وبلل او سعودي چارواکو هم هڅه وکړه، چې نړيوال پانگهوال د ايران پر ځای سعودي عربستان ته پاملرنه وکړي.
مقاله مخکې ليکي، رياض پر دې پوهيږي، چې لويديځ پانگهوال دوی ته ډېره گټه رسوي او سعودي کې تر اوسه هم بهرنيو پانگهوالو ته کمې گټې ورکول کيږي، مگر نړيوال بايد دا گټې له پامه کمې رانه ولي.
د ليکوال په وينا سره له دې، چې سعودي کاواکه اقتصادي فکر لري او په دې اړه ډېر زړهور گامونه نه شي اخيستی، مگر بيا يې هم په اويايمو کلونو کې له امريکايي سوداگرو «ارامکو» شرکت وپېره او تر څنگ يې «سابک» شرکت هم جوړ کړ.
ډيويډ جارډنر وايي، چې د غازو او تېلو بيعې د کمولو گټه د ايران پر وړاندې هم د سعودي لپاره گټور دی، په کور دننه د سعودي ځوانانو لپاره هم ښه دی، سعودي ځوانان به د داعش له ښکار او ملگرتيا هم وژغورل شي او تر څنگ يې سعودي عربستان بايد په سيمهييزه او نړيواله کچه د ايران د اقتصادي گواښونو پر وړاندې متوجه وي.
ليکوال سپارښتنه کوي، چې کوم چانسونه سعودي عربستان له لاسه ورکوي،د سعودي گاونډيان به يې ترلاسه کوي او د اماراتو سمندري اډې به د ايراني بېړيو تم ځايونه وي، همدا رنگه د غازو غني هېواد قطر به د وخت په تېرېدو ايران سره د غازو د کمښت په اړه مرسته وکړي.
د مقالې په پای کې راغلي، چې سعودي کولای شي، د نظامي او ډيپلوماتيک ډگر ترڅنګ داسې اقتصادي گامونه پورته کړي، چې د ايران مخه ډب کړي، سعودي عربستان بايد خپلې کمزورۍ لرې او د قوت ځايونو ته پام وکړي.
«سره له دې، چې رياض د نظامي ځواک د غښتلتيا لپاره لسگونو ميلیارده ډالر لگولي، مگر ايران په نظامي ډگر کې ډېر پر مختللی او غښتلی دی او کله، چې ايران له سعودي عربستان سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې، يوازې بحرين، سوډان، صومال او جيبوتي په څېر وړو هېوادونو يې ملاتړ وکړ.»
سعودي بايد په دې وروستيو حالاتو او بدلونونو له سره فکر وکړي، د کمزوري ځايونه په نښه کړي او له منځه يې يوسي او د ځواک نقطې نورې هم قوي کړي.