امريکا: پر جاپان د اتوم کارولو له پاره به هېڅکله بښنه ونه غواړو
بين رودس، د امريکا د ولسمشر د بهرنيو اړيکو مشاور، اعلان کړی چې امريکا به هېڅ کله د جاپان پر هيروشيما ښار په ۱۹۴۵م کال کې د اتوم پر کارولو بښنه ونه غواړي.
دا څرګندونې له هغې راپه دې خوا ترسره شوي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دي چې د مۍ مياشتې په وروستيو کې به د جاپان هيروشيما ښار ته يو تاريخي سفر وکړي. له ۱۹۴۵م کال راپه دې خوا، چې امريکا پر دغه ښار اتوم استعمال کړ، هېڅ امريکايي ولسمشر دغه ښار ته نه وو تللی.
د مۍ د مياشتې په ۲۶مه او ۲۷مه به په جاپان کې د اوو صنعتي هېوادونو غونډه وي او اوباما به هم په کې برخه اخلي. د سپينې ماڼۍ رسنيزه خبرپاڼه کاږي چې اوباما د دغې غونډې له ختمېدو وروسته، د جاپان له لومړي وزير سره د هيروشيما کتلو ته ورځي. د دغه سفر موخه به په نړۍ کې د سولې او ثبات ټينګول او له اتومي وسلو د نړۍ خالي کول وي.
پاتې دې نه وي چې د نړۍ په تاريخ کې لومړی وار په دويمه نړيواله جګړه کې د وسله والې جګړې پر مهال د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اتوم وکارول شو. تر هغې وروسته بيا په جګړه کې اتوم نه دی کارول شوی. ويل کېږي چې يوازې هيروشيما ښار کې د اتوم د کارونې له کبله ۱۴۰ زره کسان وژل شوي دي.