د ټوني بلير مرستيال: پر عراق بريد غير قانوني و
د برتانيا د پخواني لومړي وزير ټوني بلير مرستيال جان پريسکاټ پر عراق بريد غير قانوني بللی او دا يې د وخت د حکومت ناسمه پرېکړه بللې ده. نوموړي ويلي، د عراق جگړه يوه غير قانوني او له مصيبته ډکه پرېکړه وه. ښاغلي جان پريسکاټ د ټولو هغو برتانوي سرتېرو له کورنيو بښنه غوښتې، چې د دې جگړې قرباني شوي دي.
د ټوني بلير مرستيال (۱۹۹۷- ۲۰۰۷) له جورج بوشه د بلير هر اړخيز ملاتړ «ويجاړوونکی» بللی. بلير هغه مهال بوش ته ليکلي وو، چې «هر څه پېښېږي، درسره يم». د بلير مرستيال نن په «سنډی ميرر» کې په خپاره کړي خپل يادداشت کې ويلي: «په ډېره خواشينۍ او غوسه بايد د ملگرو ملتونو د سرمنشي کوفي عنان نظر بدرگه کړو، چې د عراق جگړه يې يوه غير قانوني جگړه بلله».
د عراق جگړه کې د برتانيا د گډون په اړه د څېړنيز پلاوي راپور څلور ورځې وړاندې له اوو کالونو وروسته بشپړ او خپور شو، د دغه راپور له مخې پر عراق بريد وروستۍ حل لاره نه وه او بريدگرو هېوادونو له دې مخکې لارې چارې په کار نه وې اچولې.
راپور کې څرگنده شوې، چې پر سولهييزه لاره له غور وړاندې برتانيا جگړې ته ورگډه شوه، پر عراق بريد د نيمگړو ارزونو او معلوماتو له مخې وشو، د عراق د جگړې لپاره قانوني بنياد کافي نه و او د عراق له ټوليزې وژونکې وسلې وېره دومره ډېره او بېړنۍ وښودل شوه، چې له سره د توجېه وړ نه وه.