روغتياسلايډ

له روژه ماتي پس سګرټ د دغو خطرناکو مرضونو لامل کېږي

هغه کسان چې په سګرټ څښولو عادت دي، عموما له روژه ماتي پس سګرټ څښوي. خو متخصصين وايي چې له روژه ماتي پس سګرېټ څښول د خطرناکو مرضونو لامل ګرځي.

د ترکيې په ګيرسون پوهنتون کې د زړه د طب د پوهنځي رييس، ډاکټر قاګان قولان هغه کړنې په ګوته کړې دي چې د روژه ماتي پر مهال زړه ته ډېر تاوان لري. يو له هغو څخه سګرټ څښول دي.

ډاکټر قولان زياته کړې چې هغه کسان چې له روژه ماتي پس، ژر سګرټ څښوي، بدن يې لړزېږي، په ځانګړې توګه پر پښو يې لړزه راځي، د دې لامل دا دی چې له ډېرې مودې پس سګرټ څښول د بدن ټولې برخې تحريک کوي. دغه راز، هغه کسان چې له روژه ماتي پس سګرټ څښوي، د زړه د ويني پاکولو ديوالونو ته يې سخت تاوان رسوي.

دغه راز د مسکو د زړه د عملياتو استاد، ډاکټر علا زغبي وايي چې له روژه ماتي پس سګرټ څښول د زړه مرض لا زياتوي، ځکه چې دا د زړه د شريانو په بندولو کې ډېر مهم رول لوبوي. دغه راز په دغه وخت کې سګرټ څښول د هاضمې سېستم هم خرابوي.

ډاکټر قولان دغه راز ويلي دي چې په روژه کې د سګرټ څښولو له امله ناڅاپي مرګ هم زياتېږي. هغه سګرټ څښوونکو ته مشوره ورکوي چې روژه د سګرټ پرېښودو ښه موقع ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button