ایران وايي چې د افغانستان او ایران تر منځ پر پوله د داعش ډله شتون لري او دې حالت دوی اندېښمن کړي دي. په ملگرو ملتونو کې د ایران استازی غلام علي خوشرو وايي چې د افغانستان او ایران تر منځ پر پوله د داعش ډلې شتون دوی اندېښمن کړي دي او د پولې امنیت یې له منځه وړی دی.
خوشرو سعودي په دې تورنوي چې د افغانستان په لویدیځو سیمو کې د داعش ډلې د فعالیت لپاره کار کوي. خوشرو زیاتوي چې سعودي غواړي چې د افغانستان له لارې داعش په ایران کې ځای پیدا کړي. خوشرو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي تر څو افغان امنیتي ځواکونه دغه خطر پخپله لمنځه یوسي.
خوشرو په دې اند دی چې د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی او باید په افغانستان کې د امنیت او سولې په راوستو کې مرسته وشي.