خبرونهسلايډ

د ولسمشر امنیتي سلاکار د مسکو په لور رهي شو

د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل روسي سیال په بلنه د مسکو په لور رهي شو. د ملي امنیت شورا دفتر له لوري په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې دواړه لوري به د جنگي چورلکو په اړه سره خبرې وکړي. خبرپاڼې زیاته کړې چې تمه کېږي روسان د افغانستان له هوايي ځواک سره د ام ای ۳۵ او ام ای ۱۶ چورلکو مرستې وکړي.

خبرپاڼې کې همداراز راغلي چې روسان به د چورلکو د ترمیم او تخنیکي ستونزو د حل لپاره کابل کې یوه اداره پرانیزي چې د هوايي ځواک سره د چورلکو د خرابېدو په حالت کې مرستې وکړي.

اتمر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت کرزي تر څنگ نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو هم برخه اخیستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button