امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ په خپلې وروستۍ گڼه کې يوه مقاله کې دې ته اشاره کړې ده، چې افغان ځواکونه اوس هم د دې وړ نه دي، چې په يوازې ځان د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه ونيسي، نو له همدې امله په نږدې هره لويه نښته کې د امريکايي ځواکونو مرسته غواړي.
ورځپاڼې زياته کړې ده، چې امريکايي ځواکونه دوه زړي دي، چې ايا د افغانانو دنده د هغوی لپاره ترسره کړي او که له سره د يوه پياوړي افغان پوځ په رامنځته کولو غور وکړي.
واشنگټن پوسټ د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د افغانستان هلمند کې پر شوراب پوځي کمپ د طالبانو بريد ته په اشارې ويلي، چې هغه مهال چې سيمهييز پوليس د طالبانو له لوري د ماته خوړلو په حال کې وو، افغان چارواکو له امريکایي ځواکونو د هوايي بريدونو غوښتنه وکړه.
د مقالې ليکوال زياتوي: «لږه شېبه کې د امريکا پر وسلو سنبالې بې پيلوټه الوتکې د هلمند پر اسمان راښکاره شوې، خو امريکايي ځواکونه نه پوهېدل چې پر ځمکه ليدل کېدونکي کسان دوست دی که دښمن، ځکه نو د امريکايي ځواکونو قوماندان امر وکړ، چې د دوی د بمبارولو پر ځای هغوی ته نږدې يو ځای په نښه شي، څو وسله وال مخالفين پوی شي، چې امريکايي ځواکونه راورسېدل».
مقاله د يوه امريکايي چارواکي له قوله ليکی، چې له تېرو اتو کلونو راهيسې افغانستان کې دا ډول پېښې په پرله پسې توگه تکرارېږي.
ورځپاڼې دغه پېښه يوازې يوه بېلگه بللې چې په وينا يې داسې پېښې په ټول افغانستان کې رامنځته کېږي.
امريکايي ځواکونه ډېری وختونه په خپلو دا ډول بريدونو کې ولسي وگړي هم په نښه کوي، چې له امله يې افغانان تر دې دمه له هوايي بريدونو سر ټکوي.
د مقالې ليکوال د امريکا د ملي امنيت د مطالعاتو د مرکز د يوه غړي له خولې ليکلی، چې نوې امريکایي اداره بايد داسې ستراتېژي ولري، چې په تدريج سره د جگړې بايلل نور ودروي.
ورځپاڼه څرگندوي: «سره له دې چې هلمند کې د امريکايي ځواکونو عمليات د افغانستان جگړه کې تر ټولو ستر پوځي عمليات بلل کېږي، خو د هلمند پينځه اتيا سلنه برخه اوس هم د طالبانو په ولکه کې ده او نړيوال ځواکونه يې په ماتولو نه دي توانېدلي».
واشنگټن پوسټ دا څرگندونې په داسې وخت کې کوي، چې په نږدې تېره موده کې لوړ پوړو امريکایي چارواکو وويل، چې د افغانستان خراب امنيتي وضعيت ته په کتو بايد امريکايي ځواکونه تر ډېره دې هېواد کې ايسار کړی شي.