اروپايي اتحادیې د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ پورې هر کال د ۱.۱ ملیارده امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې. له پرون راهیسې د افغانستان د راتلونکو څلورو کلونو په تړاو بروکسل کې غونډه روانه ده چې ډېرو هېوادونو په کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړې.
اروپايي اتحادیه به دغه مرستې د افغانستان حکومت ته سپاري چې په پرمختیايي او خدماتي چارو کې یې پانګونه وکړي. د دې مرستو تر څنګ به اروپايي اتحادیه په کلنۍ ډول ۲۲۴ ملیونه ډالره د افغانستان په اساسي پروژو تر خپلې څارنې لاندې مصروفوي.
اروپايي اتحادیه غواړي چې دغه مرستې تر ۲.۶۸ ملیارده ډالرو پورې په کلنۍ ډول پورته کړي. تر دې مخکې افغان حکومت او امریکايي چارواکو هیله ښکاره کړې وه چې نړیوال به د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۳.۱ ملیارده ډالرو پورې د مرستو ژمنې وکړي.