خبرونهسلايډ

د ایسا اداره به د سوداگرۍ له وزارت سره مدغم کېږي

د وحدت ملي حکومت مشرانو پریکړه کړې چې په افغانستان کې له پانگونې څخه د ملاتړ اداره (ایسا) به د سوداگرۍ له وزارت سره مدغم کېږي.

د لوړپوړي اقتصادي شورا غړي دې هوکړې ته ورسېدل چې د ایسا اداره دې د سوداگرۍ له وزارت سره مدغم شي. د غونډې مشري ولسمشر اشرف غني کاوه او په غونډه کې اجرایه رییس عبدالله عبدالله او د ایسا رییس قربان علي حقجو هم گډون لاره.

راپورونه وایي چې په دې غونډه کې دوه پروپوزلونه وړاندې شول چې یو یې دایسا د ادارې له لوري وو او بله یې د سوداگرۍ د وزارت له لوري. په پای کې د لوړ پوړي اقتصادي شورا غړي دې هوکړې ته ورسېدل چې ایسا اداره دې د سوداگرۍ له وزارت سره یو ځای کړي.

ولسمشر د سوداگرۍ وزارت چارواکو ته دنده ورکړه چې د مدغم کولو لپاره دې خپل پلان جوړ او په راتلونکي ناسته کې د شورا برخه والو ته وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button