وروسته له هغه چې امنيتي ځواکونو د بغلان مرکز پلخمري ته نږدې ډنډغوري سيمه کې عمليات وکړل، دغه سيمه د وسله والو له شتونه پاکه او د دولت ولکې ته ورغله. چارواکو د حوت په ديارلسمه نېټه اعلان کړه، چې طالبان په بشپړ ډول له ډنډغوري وتلي دي، خو اوس هلته ځايي چارواکي وايي، چې طالبان يو ځل بيا ډنډغوري ته راگرځېدلي دي.
د بغلان امنيه قوماندان محمد عوض نذيري وايي، که دولت طالبان ونه ځپي، بېرته به ډنډغوري کې ځای پر ځای شي. نوموړي زیاته کړې ده، طالبان ډنډغوري نه له وتو وروسته د دهنه غوري ولسوالۍ بي بي گهواره، اينځرو درې او اقسای سيمو ته تللي.
د هغه په وينا که طالبان تعقيب نه شي او پر ضد يې جگړه ونه شي، بېرته به ډنډغوري ته راوگرځي.
امنيه قوماندان وايي، خبر شوی دی، چې طالبان بې له دې چې وسله ورسره وي، ډنډغوري ته راگرځي او ازاد فعاليت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې له يوې مياشتې د ډېر وخت لپاره جگړه وکړه، چې ډېر زيان يې ولسي وگړو ته واوښت. د ډنډغوري اوسېدونکو کابل کې د اعتراض پر مهال وويل، چې د امنيتي ځواکونو په بمباريو او د درنو وسلو ډزو کې يې له زرو ډېر کورونه او مسجدونه نړېدلي او نږدې زرو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
بل لور ته د بغلان والي ويلي دي، راتلونکې لپاره داسې پلانونه لري، چې له مخې به يې ډنډغوري ته د طالبانو د ورگرځېدو مخه ونيول شي.