خبرونهسلايډ

د ترکيې د کودتا مهم جنرال په اسراييلو کې نظامي اتاشي تېر شوی

له اسراييلو څخه خپاره شوي راپورونه وايي چې د ترکيې د پوځ په داخل کې د ترسره شوې ناکامې کودتا يو له شپږو نيول شويو جنرالانو څخه د تېرې پېړۍ په نويمو کلونو کې په اسراييلو کې د ترکېې پوځي اتاشي پاتې شوی دی.

اسراييلي رسنۍ راپور ورکوي چې د رجب طيب اردګان پر ضد د ترسره شوې ناکامې پوځي کودتا په تور د نيول شويو شپږو جنرالانو له جملې څخه يو جنرال په ۱۹۹۰م کالونو کې د ترکيې له لورې د اسراييلو په پلازمينه کې پوځي اتاشي پاتې شوی دی.

ټايمز آف اسراييل زياتوي چې دغه جنرال آکين اوزترک نومېږي او ۶۴ کاله عمر لري. جنرال اوزترک له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۱۹۹۸م کال پورې په تل ابیب کې د ترکيې سفارت کې پوځي اتاشي پاتې شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ په ترکيه کې د ياد هېواد د پوځ يوې برخې د ټاکل شوي حکومت پر ضد د کودتا ناکامه هڅه وکړه. د يادې کودتا له ناکامۍ وروسته په ترکيه کې د پوځي او قضايي پاککارۍ پروسه په ډېرې توندۍ پرمخ روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button