خبرونه

کندز: چاودنې یو تن وژلی او قومي مشر یې ټپي کړی

نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې په کندز ښار کې یوې چاودنې یو تن وژلی او گڼ نور یې ټپیان کړي دي. د راپورنو له مخې په ټپیانو کې د کندز قومي مشر هم شامل دی.

بم چې یوې کورولا موټر پور نښلول شوی وو د بازار په منځ کې یې چاودنه وکړه. د امنیتي اداراتوپه وینا بم په موټر پورې مخکې نښلول شوی وو چې په موټر کې د ناستو کسانو ورته پام نه وو.

هجرت الله اکبري د کندز د پولیسو ویاند رسنیو ته وویل چې بم د خانا باد د یوه قومي مشر «حاجي قدير» په موټر پورې نښلول شوی وو. د کندز د روغتون مسوولینو منلې ده چې حاجي قدیر له گڼو نورو ټپیانو سره روغتون ته رسېدلی دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button