کورنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه پورې ۹ ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو سره دې، او تر پنځوسو زیاتې ولسوالۍ تر امنیتي ګواښ لاندې دي.
د طلوع تلویزون په خپرو شویو راپورنو کې راغلي، چې د هلمند ولایت نوزاو، دیشو، باغران او موسی ولاسوالۍ په بشپړ ډول د دولت له ولکې وتلي او د طالبانو په لاس کې دي. همدارنګه په ځینو نور ولایاتو لکه : په بدخشان ولایت کې وردوج او یمګان په سر پل کې کوهستانات،غزني کې ناوه، زابل کې خاک افغان هغه ولسوالۍ دي چې په بشپړ ډول د حکومت له لاسه وتلي او د طالبانو په لاس ته لوېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، طالبان د افغانستان په مختلفو سېمو کې فعالیتونه لري، هغه وایي ۹ ولسوالۍ په بشپړ توګه د طالبانو په لاس کې دي، او پنځوس نورې ولسوالۍ تر سخت امنیتي ګواښ لاندې دي.