نیلاب شینواری
که ښه ژوند غواړئ، مطالعه عادت کړئ. پوهان وایي، کتاب تر ټولو ښه ملگری دی. کتاب تل د انسان فکري لیدلوری پراخوي. انسانان په فکرونو سترېږي نه په جسمونو او پیسو. د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ډېر ژوندي انسانان پوهان دي. پیغمرانو علیهم الصلواه والسلام د علم او پوهې لارویان وو چې تر دې دمه يې تاریخ ژوندی دی. له دوو زره کالو راهیسې د یوناني پوهانو نومونه د علمي مجالسو په بحثونو کې ژوندي دي.
په انساني ژوند کې د هر کار د ترسره کولو لپاره خپل اصول او شرایط وي. که چېري یو کار د خپلو اصولو او قوانینو په رڼا کې سرته ورسول شي نو ډېره ګټوره به وي او په راتلونکي کې د همدي کار په کولو به د اسانتیا او خوښۍ احساس کوو، دېته ورته کارونه به په مينه او ذوق تر سره کوو.
مطالعه هم خپل اصول او قوانین لري. که چېرې د همدې اصولو په رڼا کې مطالعه وشي نو اغېز به يې تلپاتې وي. ځلاند وېبپاڼه به د مطالعې د ځای، لارې، اغېز، تمرکز او د سرعت په اړه له خپلو لوستونکو سره جلا جلا اصول شریک کړي.
د مطالعې د ځای لپاره فیل ریس په خپل کتاب کې څه اصول لیکلي دي. موږ دلته څه د هغه او پاتې نورو د نورو پوهانو اصول نقلوو:
د مطالعې ځای:
- ځینې په ارامۍ کې مطالعه خوښوي او ځینې نور بیا په شور او زوږ کې، ځینې وايي چې د مطالعي لپاره څوکۍ او میز حتمي دی او ځینې نور په غولي کې ښه مطالعه کولی شي. له دې وسوسو او اصولو تېر شئ خپل ذهنونه په هر حالت کې د مطالعې لپاره اماده ساتئ؛
- که مو مطالعه ویشلې او پاشلې وي نو د ترتیب کولو لپاره یې نیم ساعت دمه وکړئ او پر ځای يې خپل اتاق سم کړئ د اتاق د سمولو لپاره به مو ذهن له مطالعې سره بوخت وي او له کار کولو وروسته به ستاسو ذهن مطالعې ته اماده وي؛
- ځینې وخت د کتاب د لوستلو لپاره له ځانگړو ځایونو څخه گټه پورته کړئ چې له همدې خاطرې سره مو د کتاب مفاهیم ذهن کې تلپاتې وي. د بېلگې په ډول د باران ورېدلو په وخت کې چترۍ راواخلئ او د باران لاندې مطالعه وکړئ دا به مو ذهن کې د تل لپاره ژوندئ خاطره وي؛
- که امکان وي څه چې لولئ له مفاهیمو سره ورته ځای انتخاب کړئ. د بېلگې په ډول د دينی علومو لپاره غوره ځای جوماتونه دي؛
- له مطالعې څخه مخکې د یوه ایډیال ځای انتخاب لپاره فکر وکړئ. ستاسو په ذهن کې به د همدې ځای د ځانگړنو له امله د مطالعې مفاهیم پاتې شي؛
- د مطالعې په موده کې لږه دمه کوئ، شاوخوا څېزونوته لږ وخت ورکړئ. دا کار د لوستلو اغېز ډېروي؛
- هیڅکله د لوستلو لپاره ځانگړی ځای مه انتخابوئ. ځکه دا کار مو له مطالعې څخه د تېښتې لپاره بهانه جوړیږي او بیا په هر ځای کې لوستل نشئ کولی. چېرته چې یاستئ هماغه ځای د مطالعې لپاره تر ټولو غوره ځای دی؛
- فکر وکړئ چې د لوستلو ځای، شاوخوا مو څېزونه د خوب کولو لپاره نه وي برابر؛
- د اکسیجن ډېر شتون مو د لوستلو لپاره تر ټولو مهمه ځانگړنه ده.
نور بیا