د ځوانۍ پر مهال د انسان حافظه د خپل قوت اوج ته رسېږي او ورو ورو مخ پر کمزورۍ روانېږي. خو دا په دې معنا نه ده چې له ځوانۍ پرته د انسان حافظه نه شي ښه کېدای. بلکې پوهان وايي چې د انسان ذهن له وخت سره د ځان برابرولو فوق العاده قابليت لري.
لکه څنګه چې د انسان ذهن ښه کېدای شي، دغه راز يې د کمزوري کېدو عوامل هم شته. له دغو عواملو بايد انسان ځان وژغوري، تر څو ذهن ښه وده وکړي او ورسره دې هغه څه کوي چې ذهن ځواکمنوي. دغه ليکنه کې تاسې ته د ذهن د ښه کولو لس لارې چارې درپه ګوته کوو:
ښه غذايي سېستم ولرئ
هغه خواړه چې خورئ يې او هغه چې په خپل غذايي رژيم کې په ټيټه سترګه ورته ګورئ، د انسان پر حافظه ډېر مهم اثر لرلای شي. هغه غذايي رژيم چې مېوه، سبزيجات او اړينې وازدې په کې وي، د انسان پر ذهن مستقيم تاثير لري او د ښه کولو پر لور يې بيايي.
خپل ماغذه تمرين کوئ
د ماغذو تمرين او د ورزش ورکول هم د انسان پر حافظه ډېر تاثير لري او آن کولای شي نوي عصبي اړيکې پرمخ بوځي. حافظه هم د انسان د نور بدن په څېر تمرين او ورزش ته اړتيا لري. هڅه وکړئ چې خپل دماغ د «چستان» او نورو فکري پوښتنو له لارې تمرين کړئ.
فزيکي ورزش کوئ
څرنګه چې فزيکي تمرين د انسان معدې او ټول بدن ته ګټه لري، دغه راز د انسان ذهن ته هم ډېره ګټه کوي. د ورزش له لارې د انسان مغزو ته اکسيجن او وينه په ښه شکل رسېږي. دغه راز ورزشن عصبي فشارونه له منځه وړي او ذهن تازه ساتي.
مناسبه اندازه خوب کوئ
د هر انسان د خوب اندازه فرق کوي. نو هر څوک بايد خپل ذهن وپېژني او په هماغه اندازه چې اړتيا لري، خوب وکړي. مناسبه اندازه خوب لرل د انسان د حافظې پر رشد او د ياد ساتلو پر ځواک مستقيم تاثير لرلای شي.
له فشارونو ځان ساتئ
انسان له فشارونو او ستونزو سره مخ دی، خو بايد ډېره هڅه وشي چې له عصبي فشار څخه سړی ځان وساتي او ځان له اندېښنو لرې وساتي. دوامداره عصبي فشار کولای شي د انسان د اعصابو سلولونه له منځه يوسي.
څو کارونه مه کوئ
پر يو مهال څو کارونه مه ترسره کوئ. دا مو عصبي تېزوالی ختموئ. په يوه وخت کې څو کارونه ذهن داسې کوي چې مسايل په ياد نه شي ساتلای.
نوي مهارتونه زده کړئ
هر کله فکر وکړئ چې نوي مهارتونه زده کړئ. مثلاً د ګيتاړ غږول، ټېبل ټېنس لوبه کول، يا دغه راز د بلې ژبې زده کول هم مهم دي. دغه ډول فعاليتونه مو عصبي سېستم پياوړی کوي او له عصبي فشار څخه مو ساتي.
خاندئ
تاسې به حتماً اورېدلي وي چې خندا د هر بې دوا مرض دوا ده. ښه خندا کولای شي د انسان ذهن تازه وساتي. رسول الله صلی الله عليه وسلم هم وايي چې خندا صدقه ده. البته هلته موسکا ياده شوې او له قهقه خندا خلک منعه شوي.