
د راپورنو له مخې به راتلونکو دوو اونیو کې د هرات سلما بند رسما پرانستل شي. ځینو سرچینو ویلي چې د دې بند د پرانستې لپاره به د هند لومړی وزیر نرندرا مودي هم افغانستان ته سفر وکړي.
سلما بند د هند په ۳۰۰میلیونه ډالرو ماليي مرستې سره جوړ شوی دی.
سلما بند د افغانستان د پخوانیو پروژو څخه وو چې د داود خان د واکمنۍ په وروستیو کې پرې کار شروع شوی وو چې د غوايي د اوومې له کودتا وروسته هر څه په ټپه ودرېدل او د حامد کرزي د حکومت په واکمنۍ کې د هند له لوري د دې بند د جوړولو تابیا ونیول شوه.