د اجراییه ریاست دفتر وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د اجراییه رييس او ولسمشر تر منځ پلان شوې کتنه د ناڅرگندو دلایلو له امله ځنډېدلی دی.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن الرحیمي رسنیو ته ویلي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري نن د شنبې ورځ د کتنې پلان نیول شوی وو خو دغه پلان بېرته وځنډېده. رحیمي زیاته کړه چې اجراییه ریاست لا د کتنې لپاره خپله امادهگي لري.
د اجراییه ریاست ویاند دغه خبر وروسته له هغې ورکړ چې عبدالله پر ولسمشر د تېرې ورځې له نیوکو څخه دفاع وکړه. په ۲۰۱۴ ټاکنو کې عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي له لوري ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ټاکل شوی وو. تېره ورځ د جمعیت اسلامي گوند مشرانو د عبدالله عبدالله له څرگندونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او غوښتنه وکړه چې باید عملي اقدامات وشي.
ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسمشر څخه گیله من دی چې د ملي یووالي حکومت له راتلو وروسته په خپلو ژمنو وفا نه کوي او قدرت یې خپل انحصار کې ساتلی دی. بل لوري ولسمشر د عبدالله عبدالله د نیوکو په مقابل کې وویل چې دغه څرگندونې د حکومتولۍ له روحیې سره اړخ نه لگوي.
په دې وروستیو کې د اجراییه ریاست او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ واټن ډېر شوی دی او دواړه لوري په یو بل باندې توندې نیوکې او تورونه پورې کوي.