کندهار: له دېرشو ډېر سرتېري وژل شوي
د کندهار چارواکو خبر ورکړی دی، چې وسله والو طالبانو سره جگړې کې دوه دېرش تنه امنيتي سرتېري وژل شوي دي. پېښه دوه ورځې وړاندې د دې ولايت د غورک ولسوالۍ په اخوندانو سيمه کې رامنځته شوې ده.
يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط سلام وطندار سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دا سرتېري له څو ورځو راهيسې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وو.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پېښې پخلی کړی، خو څرگنده کړې يې ده، چې دا سرتېري دوه ويشت تنه دي، چې يوازې اته تنه يې وژل شوي او پاتې نور ټپيان دي. نوموړی وايي، چې ټپي سرتېري د هوايي ډگر روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
خو بل پلو وسله والو طالبانو رسنيو ته د استولي ايميل له لارې د دغو سرتېرو شمېر پنځوس تنه ښودلی. سلام وطندار د طالبانو د سرچينو په قول ليکلی، چې جگړه کې يې ستر شمېر سپکې او درنې وسلې او د ملي اردو دوه قرارگاوې هم نيولې دي.