افغانستانسلايډ

سور صليب: نړيواله ټولنه افغانستان يوازې پرېږدي

د سره صليب نړيوال سازمان څرگنده کړې ده، چې نړيواله ټولنه په داسې حال کې له افغانستانه ځان راټولوي، چې په دغه هيواد کې بشري وضعيت ورځ له بلې مخ په خرابېدو دی.

د دې سازمان مشر پيټر مورر افغانستان ته د خپل پينځه ورځيني سفر په ترڅ کې ويلي: «څومره چې افغانان زور زياتي او بدبختيو سره ډېر مخ کېږي، هغومره د نړيوالې ټولنې له پامه غورځي».

نوموړي زياته کړې ده، افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب دی، خلک له دې هيواده تښتي او نورې ډېرې ستونزې رامنځته دي.

ښاغلي پيټر غرب ته د افغان مهاجرينو ډېر تگ ته اشاره کړې او په وينا يې دويم اکثريت دوی جوړي. د هغه په وينا بل لور ته افغانستان کې پر روغتيايي مرکزونو بريدونه پنځوس سلنه ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا او ناټو هيوادونه له افغانستانه د خپل ملاتړ ټينگار کوي او وايي، تر ډېره به افغانستان پرېنږدي.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې د بهرنيو هيوادونو مرستې او ملاتړ اوس په هغه کچه نه دي، چې په تېرو کلونو کې وو.

نړيوال راپورونه ښيي، چې افغانستان کې تېر کال له نورو کلونو ډېر ملکيان وژل شوي او ټپيان دي، همدا راز جگړې د پخوا په پرتله خورا ډېرې شوې دي، چې د دې هيواد اوسېدونکي يې له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button