ولسي جرگې د ولسمشر فرمان رد کړ
ولسي جرگې د ټاکنو په قانون کې د تعديلاتو په اړه د ولسمشر اشرف غني ۸۴م گڼه تقنيني فرمان رد کړ.
دغه فرمان نن د ولسي جرگې د تقنيني چارو د کميسيون له لوري جرگې ته وړاندې شو، ولسمشر دا فرمان د دې لپاره صادر کړی و، چې د ټاکنو په قانون کې تعديلات راولي، خو ولسي جرگې تاييد نه کړ.
د دغه کميسيون رييس نذير احمد حنفي ويلي، ولسي جرگه د اساسي قانون له مخې نه شي کولای، د پنځم کال په وروستۍ ناسته کې د ټاکنو پر قانون بحث په خپله اجنډا کې داخل کړي او په داسې حال کې چې د ټاکنو قانون موجود وي، ولسمشر نه شي کولای په اړه يې تقنيني فرمان صادر کړي.
د ملي يووالي حکومت جوړېدو پر مهال هوکړه شوې وه، چې د ټاکنو نظام او قانون کې به تعديلات رامنځته کېږي، ولسمشر د همدې هوکړې پر اساس په دې اړه فرمان صادر کړی و، چې اوس د ولسي جرگې له لوري رد شو.
د جرگې تالار ته نن ۱۲۸ تنه وکیلان راغلي وو، د ولسمشر فرمان ته يوازې نهو تنو مثبته او پاتې نورو ټولو منفي رايه ورکړه، جرگې له دې وړاندې هم د ولسمشر اووه فرمانونه رد کړي دي.