کندز کې ډېر ژر عمليات پيلېږي
کندز ته تللي دولتي پلاوي په نږدې راتلونکې کې هلته د عملیاتو د پيلولو خبر ورکړی دی. لوی درستيز قدم شاه شهيم او د کورنيو چارو وزارت ستر مرستيال لوی پاسوال ايوب سالنگي اوسمهال د يوه دولتي پلاوي په مشرۍ کندوز ته په سفر دي او په وینا يې ډېر ژر به هلته عملیات پيل کړي.
ولسمشر غني نږدې څلور مياشتې وړاندې کندز ته د سفر پر مهال د وسله والو طالبانو پر ضد د عملياتو پيلولو ژمنه کړې وه، خو د کندز د والي په وينا د هلمند جگړو امنيتي ځواکونه هلته بوخت کړل او د کندز عمليات وځنډېدل.
شمال ختيځ کې د ۸۰۸ سپين زر زون عمومي قوماندان لوی پاسوال شېر عزيز کامه وال رسنيو سره خبرو کې ويلي، ياد دولتي پلاوي د کندز امنيتي وضع څېړلې ده او د امنيتي ځواکونو ستونزې يې معلومې کړې دي، چې ژر به هوارې شي.
لوی درستيز قدم شاه شهيم د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په ژر راتلونکې کې د عملياتو د پيلولو خبر ورکړی. د کندز چارواکو په تېرو اوونيو کې بيا بيا پر دولت غږ وکړ، که د کندز پر حالاتو غور ونه کړي، طالبان به ډېر ژر يو ځل بيا دغه ښار ونيسي. همدا اوس د ښار شاوخوا سيمې او گڼې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.
د کندز په تېره جگړه کې سلگونو ملکي وگړو ته مرگ ژوبله واوښته، شاوخوا شل زره کورنۍ خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوې او لسگونه پانگه وال له دې ولايته ووتل.