افغانستان

لوگر کې د ملي اردو يو لوړپوړی چارواکی وژل شوی

د لوگر په محمد اغې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو يو لوړپوړی چارواکی وژل شوی دی.

د لوگر د والي وياند سليم صالح رسنيو سره خبرو کې وويل، د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندانۍ د گارنيزيون قوماندان ډگروال محمداجان د دې عملیاتو مشري پر غاړه لرله، چې نن د يوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.

امنيتي ځواکونو دغه عمليات د محمد اغې ولسوالۍ زرغون ښار سيمه کې نن سهار پيل کړي دي او لا هم دوام لري.

د والي ویاند وايي، ډگروال محمداجان نن ماښام هغه مهال د ماین ښکار شو، کله چې خپل کور ته ننوت. د هغه په وينا بم په ډېر مهارت د نوموړي د کور دروازه کې له مخکې ځای پر ځای شوی و، چې يوازې دی په کې وژل شوی دی.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي، وژل شوي چارواکي سره د هغه دوه تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د محمد اغې زرغون ښار سيمه کې وسله وال طالبان پراخ فعاليت کوي، دغه سیمه له پلازمېنې کابله يوازې پينځه دېرش کيلو متره لرې پرته ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button