غور: وسله والو د پسابند امنيه قوماندان وژلی
د غور چارواکو وسله والو طالبانو سره يوه نښته کې د پسابند ولسوالۍ د امنيه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د غور د والي وياند عبد الحي خطيبي د پېښې پخلی کړی، خو په اړه يې نور څه نه دي ويلي.
خو د غور امنيه قوماندان جنرال غلام مصطفی محسني رسنيو ته ويلي، چې د پسابند امنيه قوماندان عبد الله خان دولتي تېره شپه د وسله والو طالبانو پر يوه کمين ور برابر شو، چې په ترڅ کې يې امنيه قوماندان ووژل شو. نوموړی وايي، دولتي د غور د پوليسو يو له مهمو قوماندانانو و او تېر کال يې پر چارسده ولسوالۍ د طالبانو بريد پر شا تمبولی و.
جنرال محسني وايي، د کمين پر مهال پوليسو سره نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده. نوموړي نه دي ويلي، چې وژل شوي امنيه قوماندان سره د هغه ساتونکو ته هم زيان اوښتی که نه؟
د غور د والي وياند وايي، له لسو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي. نوموړي دغو نښتو کې د دېرشو طالبانو د وژلو او لسگونو نورو د ټپي کولو ادعا کړې. د هغه په وينا دې نښتو کې دوه پوليس هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
طالبانو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.