رحمت الله نبيل له خپلې دندې استعفا وکړه
د افغانستان د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل نن په رسمي ډول خپله استعفا ولسمشر غني ته وړاندې کړه.
د ملي امنيت دفتر د نبيل استعفا تاييد کړې ده او رسنيو ته د استفعا يوه کاپي هم استول شوې ده.
ښاغلي نبيل وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا کوي، چې پاکستان ته د ولسمشر غني د وروستي سفر له امله يې پر نوموړي نيوکې وکړې، ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي وو، چې د نبيل پر څرګندونو غور کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې وروستي بریدونه د پاکستان کار بللی و او پر ولسمشر او نورو چارواکو يې له پاکستان سره د نږدې اړيکو لرلو له کبله نيوکه کړې وه.
ښاغلي نبيل وويل، افغان چارواکي د پاکستان تشو ژمنو ته غوږ نيسي او په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان په همدې هېواد کې دي، پاکستان يې پر ضد له افغانستانه د عملياتو غوښتنه کوي.
د هغه په وینا چارواکو د افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاريخ د پاکستان ۶۰ کلن تاريخ ته مات کړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د هغه د استعفا منلو او نه منلو په اړه څه نه دي ويلي.