افغانستانخبرونه

ولسمشر اشرف غني له امریکا څخه د هوايي ځواک لپاره د مرستي غوښتنه وکړه

نن ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د سنا له استازو سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې امریکا دې د افغان ملي ارد د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.

باب کروکر د امریکا د سنا د بهرنیو چارو مشر له نورو سناتورانو سره یوځای کابل ته ورسیدل. تېر ماښام یي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره ناسته وکړه. ولسمشر غني له امریکايي سناتورانو څخه غوښتنه وکړه چې د ملي اردو هوايي ځواک په عصري او جنگي چورلکو سمبال کړي.

ولسمشر همدارنگه وویل چې افغانستان له ترهگرۍ سره په جگړه کې د بهرنیو هیوادونو مرستي ته اړتیا لري. ده زیاته کړه چې موږ د ترهگرو سره د جگړې په لومړۍ کرښه کې پراته یو، نو له امله يي باید غښتلي او په نوو وسلو سمبال اردو ولرو.

د افغانستان ملې اردو اوسمهال جنگي چورلکي نه‌لري. یوازي د موادو د نقل لپاره څه محدودي چورلکۍ لري. د افغانستان حکومت له ډېري اوږدې مودې راهیسي له خپلو لویدیځوالو ملگرو څخه د هوايي ځواک د پیاوړتیا غوښتنه کوي. تر دې دمه نړیوالو په دې اړه د پام وړ کومه مرسته نه ده کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button