افغانستانسلايډ

وال سټريټ ژورنال: امريکا د طالبانو ځينو ډلو ته مالي او پوځي مرستې ورکوي

وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې افغان حکومت د امريکا په مرسته هڅه کوي، چې د پيسو او وسلو په ورکولو د طالبانو ترمنځ شخړو او ناندريو ته لمن ووهي.

په عين حال کې نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا له لوري د ملا اختر محمد منصور په نښه کول د دې ښکارندوی دی د افغانستان او پاکستان په اړه د واشنگټن پاليسي کې بدلون راغلی دی.

وال سټريټ ژورنال افغانستان کې د خپل سرچينو له قوله ليکلي، چې کابل د واشنګټن په مشوره او ملاتړ له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول او د هغه پلويانو سره مالي او پوځي مرستې کوي.

وال سټريټ ژورنال په هلمند، پکتيکا، فراه او هرات کې د افغان حکومت له لوري د ملا رسول د ملاتړ په اړه ليکلي، چې دا کار يې د دې لپاره کړی، تر څو طالبان په خپلو کې سره وويشي او د ملا رسول ډله د سولې خبرو کې گډون وکړي.

ورځپاڼې زياته کړې، چې د پيسو او وسلو د ورکړې «لوبه» د دې لپاره روانه ده، چې د طالبانو ترمنځ له اختلافاتو گټه پورته کړي، لکه څرنگه يې، چې د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرگ له اعلان وروسته وکړل.

د وال سټريټ ژورنال له قوله د افغانستان استخبارات د سي ای اې په ملاتړ او همکارۍ هڅه کوي، چې د طالبانو ترمنځ درز پيدا کړي او دغه اختلاف د خپلو گټو لپاره وکاروي.

وال سټريټ ژورنال د ملي امنيت د چارواکو له قوله ليکلي، چې دوی دا کار د طالبانو د کمزورۍ په موخه کوي.

افغان او امريکايي څارگرې ادارې دا وېره هم لري، چې کېدای شي دغه جلا شوي طالبان د دوی خپلې مرستې د افغان حکومت او امريکايانو پر ضد وکاروي.

بل پلو نيويارک ټايمز ليکلي، چې د امريکا له لوري د ملا منصور په نښه کول د دې ښکارندوی دي، چې د افغانستان او پاکستان په اړه د واشنگټن په پاليسي کې بدلون راغلی، سره له دې، چې تر اوسه دا خبره روښانه نه ده، چې رښتيا هم په دغه بريد کې د طالبانو مشر وژل شوی که نه.

د نيويارک ټايمز له قوله امريکا نور د دې حوصله له لاسه ورکړې، چې طالبان دې د پاکستان له خاورې د افغان حکومت او ايتلافي پوځيانو پر ضد عمليات پلان کړي.

د بلوچستان اهميت

نيويارک ټايمز ليکلي، چې د پاکستان پوځي اداره ډېره قوه ده او سره له دې، چې د وزيرستان په قبايلي سيمو کې د امريکايي څارگرو الوتکو بريدونو کې مرسته کړې، مگر د امريکا دا غوښتنه، چې د دغو بريدونو لړۍ دې بلوچستان ته هم وغځول شوي، نه ده منلې.

افغان حکومت او امريکا له ډېرې مودې دا نيوکې او شکايتونه کوي، چې د طالبانو رهبري غړي په کوټه کې دي او له هغه ځايه افغانستان ته د پوځي عملياتو لپاره خلک رالېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button