افغانستان

ننګرهار: قومي مشرانو د ظاهر قدیر له خوا د ملېشو جوړول وغندل

د داعش ډلې پر ضد د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر له خوا په ننګرهار کې ملېشو جوړول د دغه ولایت قومي مشرانو په کلکو ټکو وغندل.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼې له مخې «زرګونو ولسونو» د یوې غونډې په ترڅ کې د «خپلسرو ملېشو» جوړول وغندل.

د ظاهر قدیر د ملېشو پر ضد جوړې شوې غونډې ته په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند وویل: «په ننګرهار ولایت کې ملي امنیتي قواوو پخپلې مېړانې سره د داعش وسله واله ډله ځپلې او دغه ډله د مګړۍ د اچین ولسوالۍ سرحداتو ته غونډه شوې ده ».

نوموړي زياته کړه، روانه جګړه یو څلوېښت کلن میراث دی خو «دښمن یواځې د نومونو او بېرغونو په بدلولو سره خپلو شومو کړنو ته دوام ورکړی».

نوموړي په ولسونو غږ وکړ، چې د دوربابا، کوټ، کامې، ګوشتې او دره نور ولسوالیو په څېر دې د قومي تړو له مخې د خپلو سیمو د امنیت په ساتنه کې له وسله وال پوځ سره اوږده په اوږه همکاري وکړي .

فریدون وویل چې د دې ولایت ولسونه هیڅ وخت نه غواړي، چې خپل سری لښکر او یا ملیشې په دې ولایت کې جوړي کړي .

همدا راز یو بل قومي مشر او د اجراییه رییس سلاکار انجنیر محمد امان خیري وویل چې ننګرهار ولس پخوا هم د خپلسرو ملیشو جوړونې مخالفت کړی او دمګړۍ هم دوی د ملیشو جوړونې مخالف دي.

د سپین غر ولسوالۍ قومي مشر ملک عثمان وایي شینواري قومونه هر ډول ستونزو او زیانونو ته چمتو دي، خو هیڅکله به ځانونه ونه پلوري .

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي هم د ملېشو جوړونې په اړه خپل مخالفت ښودلی، هغه ویلي چې هیچاته به اجازه ورنه کړي، چې پخپل سرې ډول په دغه ولایت کې په غېر قانوني ډول وسله وال فعالیتونه ترسره کړي او په ولسونو یې غږ وکړ، چې پخپلو سیمو کې وسله والو مخالفو ډلو ته په ځای نه ورکولو او ملي امنیتي قواوو په حمایې سره له دوی سره همکاري وکړي.

د ننګرهار ولسونه په داسې حال کې د ملېشو جوړونې مقابل کې توند مخالفت ښيي چې د ظاهر قدیر په مشرۍ لسګونه ملېشې چې په سپکو او درنو وسلو سنبالې وې، تېره ورځ اچین ولسوالۍ ته ولاړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button