د ولسمشر غني له لوري د هلمند جگړې ته د اوپراتيفي قوماندان په توگه لېږل شوی د ولسي جرگې غړی عبد الجبار قهرمان پر حکومتي چارواکو نيوکه کوي، چې دغې جگړه کې خپلې گټې لري او له همدې امله دغه «جعلي او تجارتي» جگړه پر مخ وړي.
نوموړی وايي، په دې ولايت کې ډېری مقررۍ د ونډو پر اساس کېږي او د شايسته سالارۍ اصل په پام کې نه نيول کېږي.
کابل نيوز سره خبرو کې ښاغلي قهرمان څرگنده کړې: «په جگړه کې د يو تعداد خلکو گټې دي، د جنرال تر عنوان لاندې، د قومي مشر تر عنوان لاندې، د وکيل تر عنوان لاندې، د وزير تر عنوان لاندې، هلته د يو سهم له مخې مديريت راغلی دی، نه د استعداد له مخې».
د هلمند د جگړې اوپراتيفي قوماندان د امنيتي ادارو کمزوری مديريت، خلکو ته د ملکي خدماتو نه وړاندې کول، د ولس او دولت تر منځ فاصله او گاونډيو هيوادونو ته لاسرسی د روانې جگړې اساسي عوامل بولي.
نوموړی د هلمند د ستونزې حل يوازې په سالم مديريت کې بولي او وايي، چې د جگړې له لارې دغه ستونزه نه شي اوارېدی. هلمند له تېر کال راهيسې د خورا خونړيو جگړو شاهد دی، چې له امله يې سلگونه ولسي وگړي، امنيتي سرتېري او وسله وال مخالفین وژل شوي او ټپيان شوي دي.
ښاغلي قهرمان هلمند کې جنگېدونکي وسله وال مخالفين جگړې ته مجبور شوی وبلل او څرگنده يې کړه، چې دوی خپله هم د دې جگړې قربانيان دي. «که زه تاسو ته په مسووليت ووايم، چې نن وسله والو مخالفينو سره مينه وشي، نن مسلح مخالفين په دې وپوهېږي، چې زما حيثيت او ابرو دلته تضمين ده، زما لپاره د کار او د ژوند شرايط برابر دي، خدمات عرضه کېږي، زه تاسو ته په مسووليت وايم، چې نوي سلنه به راځي ستا په څنگ کې به کښېني».
ښاغلی قهرمان وايي، هلمند ته يې د سفر پر مهال د جگړې ټول عوامل څېړلي او له ولسمشر او امنيتي ارگانونو سره يې شريک کړي، خو حکومت ورته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ويلی. هغه په پای کې څرگنده کړې، چې له همدې امله له درېو مياشتو راهيسې پر کور ناست دی او ولسمشر ته يې خپله استعفا وړاندې کړې ده.