سلايډسيمه او نړۍ

لسگونو زرو تنو جاپان کې د امريکا د پوځي حضور ضد لاريون کړی

وروسته له هغه چې يوه پخواني امريکايي پوځي اوکيناو جزيره کې يوه جاپانۍ مېرمن ووژله او ورپسې نورې ورته پېښې رامنځته شوې، ياده جزيره کې لسگونو زرو وگړو جاپان کې د امريکا د پوځي حضور پر ضد لاريونونه وکړل. دغه لاريونونه په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو ستر ښودل شوي دي.

شا وخوا پنځه شپېته زرو وگړو د لاريون پر مهال د امريکا ضد شعارونه ورکړل او جاپان کې يې د امريکا د پوځي حضور غندنه وکړه، هغوی پر خپلو لاسونو کې په نيولو کاغذونو ليکلي وو: «غصه له حده اوړي».

لاريونونو کې خلکو سره د اوکيناوا او ټاکيچي اوناگا سيمو دولتي مشرانو او د جاپان د چپي گوندونو مسوولينو هم گډون درلود، هغوی د ناها ولايت مرکز کې د دوو امريکايي پوځي اډو (کاډينا او فوټيمنا» مخې ته ورټول وو. بل لور ته د جاپان پلازمېنه توکيو کې هم د پارلمان مخې ته ورغونډو شويو کسانو له لومړي لاريون سره همغږي وښوده.

لاريون کوونکو نيوکه کوله چې امريکايي پوځيان د ځايي خلکو پر ضد خطرناکو جرمونو کې ککړ دي. هغوی له حکومته غوښتنه وکړه، چې هيواد کې د مېشتو امريکايي پوځيانو په اړه په قضايي احکامو له سره غور وکړي.

يوې وروستۍ پېښه کې د يوه پخواني امريکايي پوځي له لوري يوه شل کلنه جاپانۍ پېغله ووژل شو، دغه پوځي پر خپل جرم اعتراف وکړ او څرگنده يې کړه، چې پر انجلۍ يې لومړی جنسي تېری کړی او بيا يې د چاقو په وسيله وژلې ده.

د جاپان اوکيناو سيمه کې اوسمهال دوه دېرش امريکايي پوځي اډې شتون لری، چې ټول جاپان کې د دغو اډو دوه شپېته سلنه جوړوي. دې اډو کې شا و خوا پنځوس زره امريکايان مېشت دي، چې شپږ ويشت زره يې پوځيان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button